Home » افغانستان » خلیلزاد: د ځواکونو تر اېستلو وروسته له افغانستان سره د مرستو په لټه کې یو
رویداد خبري آژانس
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد

خلیلزاد: د ځواکونو تر اېستلو وروسته له افغانستان سره د مرستو په لټه کې یو

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي دوی د ځواکونو تر اېستلو وروسته له افغانستان سره د مرستو په لټه کې دي.

زلمی خلیلزاد د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ور بلل شوی و او پوره دوه ساعته یې د افغانستان د راتلونکې او سولې بهیر په اړه له نوموړي پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

خلیلزاد په خپلو خبرو کې ویلي طالبان او حکومت دواړه له دوی د مرستې غوښتونکي دي خو په خبره یې د امریکا مرستې به له دوی سره مشروطې وي.

هغه په خپلو کې وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که پر نظامیانو یې برید وکړي له سخت ځواب سره به مخ شي.

نوموړي پر وسله والو طالبانو یو ځل بیا دا غږ وکړ چې له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړي او د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

خلیلزاد ویلي چې دوی له افغانستان سره خپله همکاري او ملګرتیا ساتي او په وینا یې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته ژمن دي.

خلیلزاد ویلي که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او هڅه وکړي چې له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي نو د نړیوالو او سیمه یزو همکارانو په مرسته به دغه ډله منزوي کړي. هغه هیله څرګنده کړې چې دواړه افغان لوري د سولې لپاره رښتینې هڅې وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت ...