Home » افغانستان » خلیلزاد: بین الافغاني خبرې دې د جنوري پر ۵ بېرته پیل شي
رویداد خبري آژانس

خلیلزاد: بین الافغاني خبرې دې د جنوري پر ۵ بېرته پیل شي

زلمی خلیلزاد وایي، دواړه مذاکراتي پلاوي باید له ۲۰ ورځو دمې وروسته د جنوري پر ۵ نېټه مذاکرات پیل کړي او په وینا یې باید کوم ځنډ په کې رامنځته نه شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د مذاکراتو دواړه لوري په شل ورځنۍ رخصتۍ تللي دي او تمه ده چې په ټاکلې نېټه بېرته مذاکرات له سره پيل کړي.

زلمی خلیلزاد وایي، دواړه مرکچي پلاوي باید پر ټاکلي وخت یعنې ۵ د جنورۍ بېرته بین الافغاني مذاکرات پیل کړي او په وینا یې په مذاکراتو کې دې نور ځنډ نه رامنځته کېږي.

نوموړي دغه راز ویلي، په هېواد کې لا هم جګړه او تاوتریخوالی روان دی او په خبره یې، د دې ستونزو حل یوازې په مذاکراتو کې نغښتی دی.

خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوې چې تر دې وړاندې افغان حکومت په افغانستان کې د مذاکراتو د پاتې پړاوونو د مخ ته بېولو غوښتنه کړې وه.

بلخوا زلمي خلیلزاد نن په پاکستان کې د دغه هېواد د پوځ له مشر سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مذاکراتو کې ۲۰ ورځنی دمه را منځته شوه او دواړه لوري د اجنډا پر مسایلو د سلا مشورو لپاره د جنوري تر ۵مې نېټې پورې رخصت شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...