د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د سولې د روان بهیر په اړه د امریکا کانګریس ته معلومات ورکړي.
د امریکا د کانګریس د ملي امنیت کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، خلیلزاد منلې چې د دوحې له سفر تر ستنېدو وروسته به په یوه سري او پټه غونډه کې د افغان سولې د پرمختګونو په اړه امریکایي استازو ته وضاحت ورکوي.
په دې وروستیو کې د امریکا د کانګریس ګڼو غړو د سولې د خبرو پر ابهام نیوکه کړې ده.
ددوی په خبره د امریکا ددفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت او نورې ادارې باید د سولې د بحثونو او هوکړو په اړه کانګریس ته معلومات او وضاحت ورکړي.
دوی دغه راز شک ښيي چې ښایي ټرمپ د خپل کمپاین لپاره په داسې اقداماتو لاس پورې کړی وي چې هغه د امریکا د ملي ګټو په زیان وي.
خلیلزاد منلې چې دوی ته به ددوحې تر سفر وروسته د سولې اړوند ابهامات واضح کړي.