زلمي خلیلزاد یو ځل بیا افغان سیاسیون او طالبان هڅولي چې ژر تر ژره د سولې پر یوه هوکړه سره سلا شي.
نوموړي له یوې پاکستاني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي هڅه کوي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې همکاري وکړي.
د زلمي خلیلزاد په وینا په تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې دا فرصت برابر شوی چې ښکېلې خواووې مخامخ خبرو ته سره کېني.
هغه وایي افغان سیاسیون او طالبان باید دا فرصت ضایع نه کړي او پوره هڅه دې وکړي چې د روانې جګړې د ختمېدو لپاره د سولې هوکړې ته سره ورسېږي.
خلیلزاد دمګړی په دوحه کې دی او د طالبانو او افغان پلاوي له غړو سره یې کتلي دي. هغه له دواړو لورو غوښتي چې ژر تر ژره د مذاکراتو په تګلاره کې پر اختلافي مواردو هوکړې ته سره ورسېږي.