د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، یو شمېر ورانکارې کړۍ نه غواړي چې افغانستان کې روانه جګړه د یو سیاسي جوړجاړي له لارې ختمه شي.
خلیلزا د کوم هېواد یا ادارې له نوم اخیستو پرته ویلي، دا کړۍ په افغان جګړه کې خپلې ګټې ویني.
زلمي خلیلزاد د امریکا د سولې انسټیټیوټ سره په خبرو کې ویلي، دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو کې ښکېلو غاړو په خپله نه غوښتل چې کوم بهرنی لوری دې هم دې خبرو کې ناست وي.
نوموړي ویلي، له ایران پرته د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو د افغان سولې د روان بهیر ملاتړ کړی دی.
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې دې خبرو کې د بریا هېڅ تضمین نشته، ځکه د ښکېلو غاړو ترمنځ بې باوري او خپګان ډېر دی.
نوموړي وویل، امریکا پر دواړو خواو غږ کوي چې روان تاوتریخوالی کم کړي، ځکه همدا ټکی روانو مذاکراتو کې مرسته کولی شي.