د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي بین الافغاني مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.
د نوموړي په وینا امریکا د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړه نو اوس دوی ته په کار ده چې له دې فرصت ګټه پورته کړي او نور دې د جګړو ددوام له امله د ملامتیا بار پر امریکا نه اچوي.
هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې اقدامات یې د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین لپاره نه دي، بلکې پر تعهداتو ولاړ دي که طالبان پر ژمنو عمل و نه کړي نو امریکایي ځواکونه له افغانستان نه وځي او امریکا هم پر هوکړه عمل نه کوي.