د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

ټاکل شوې د دې ورځې په مناسبت نن ماښام د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې برج خلیفه چې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ ده، افغانستان په ملي بیرغ رڼا شي.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سفارت او دوبۍ کې د افغان جنرال قونسلګرۍ په هڅو او د اماراتو دحکومت په همکارۍ به نن سې شنبه د نړۍ پر دنګې ودانۍ برج خلیفه باندې د افغانستان بیرغ رڼا شي
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وایي د اماراتو دحکومت په همکارۍ به نن سې شنبه د نړۍ پر دنګې ودانۍ برج خلیفه باندې د افغانستان بیرغ رڼا شي.
په متدحده عربي اماراتو کې جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي وايي، چې د افغانستان د ۱۰۱یمي کلیزي په ویاړ به نن ماخستن ۸:۴۵ دقیقې برج خلیفه د هیواد په درې رنګه بیرغ وپوښل شي.
نن د کابل ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۸مه، یا د خپلواکۍ د بیا ګټلو ۱۰۱مه کلیزه لمانځل کېږي.