د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليلالرحمن حقاني وايي، له افغانستان څخه د کډوالۍ بهير پيدل له څو لسيزو وړاندې ناخوالو سره تړلی او لا هم دوام لري.
نوموړي چې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) د کډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته يې خبرې کولې زياته کړه، پر افغانستان د شوروي اتحاد وسلهوال بريد د دې لامل شو، چې له افغانستان څخه کډوالي پيل او دوام وکړي.
حقاني له نړيوالو غوښتنه وکړه څو هغه علتونه چې افغانان کډوالۍ ته هڅوي پيدا او د حل په برخه کې يې له افغانستان سره مرسته وکړي. نوموړي وايي، اوس هم په ورځنۍ توګه زرګونه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستنېږي چې په خبره يې د يادو کسانو د خوندي کولو په موخه د نړيوالو مرستو دوام ته اړتيا ده.
حقاني ټينګار وکړ چې نړيوال دې له افغان کډوالو سره په داسې توګه مرستې وکړي، چې پر بنسټ يې بېرته راستنو شوو کډوالو ستونزې په اساسي توګه حل او پر خپل ځان متقي شي.
په همدې حال کې نوموړي له ګاونډيو هېوادونو هم وغوښتل، چې له افغان کډوالو سره د کډوالۍ نړيوالو اصولو په چوکاټ کې چلند وکړي او ستونزې يې حل کړي.