د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت مخکينی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د افغانستان سولې په برخه کې خپل ترسره کړی ماموریت بريالی بولي او وايي، وياړ چې يو ځل بيا يې د يوه رسمي ماموريت په چوکاټ کې امريکا ته خدمت وکړ.
نومودي د دې ترڅنګ ويلي، داسې مهال له خپلې دندې لرې کېږي، په افغانستان کې د امريکا جګړه پايته رسېدلی او د دغه هېواد ټول ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي.
خليلزاد په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، که څه هم په افغانستان کې د امريکا جګړه پای ته رسېدلې، خو لا هم افغانان د اقتصاد او امنيت په ګډون له سترو ننګونو سره مخ دي.
نوموړي دا نه ده واضيح کړې چې له اقتصاد او امنيت پرته د افغانانو پر وړاندې عمده او سترې ننګونې کومې دي؟
دا په داسې حال کې ده چې پرون سېشنبه د (تلې په ۲۷مه) د امريکا بهرنيو چارو وزير اټوني بلنکن خبر ورکړ، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له دندې لرې شوی او پر ځای به يې د نوموړي مرستيال تومس ويسټ دنده پر مخ وړي.