Home » افغانستان » خليلزاد: امريکا نه پوهېږي چې له ط.البانو سره تعامل وکړي او که فشار پرې راوړي؟

خليلزاد: امريکا نه پوهېږي چې له ط.البانو سره تعامل وکړي او که فشار پرې راوړي؟

د افغانستان سولې لپاره د امريکا مخکيني ځانګړي استازي په تازه څرګندونو کې ويلي، امريکا دامهال په دې هڅه کې دی چې د افغانستان نوی حکومت په دوحې کې د شوې هوکړې تطبيق ته قانع کړي.

نوموړي د ګلډمن ساکس په نوم د يوټيوب له يوه چېنل سره په مرکه کې ويلي، امريکا په داسې حال کې چې طالبان د دوحې هوکړې عملي کولو ته هڅوي، په عين وخت کې پر دې هم نه پوهېږي چې له طالبانو سره تعامل وکړي او که فشار پرې راوړي؟

نوموړي زياته کړې، هغه مهال چې امريکا په کابل کې خپل سفارت وتړه، ورسره سم امريکايي چارواکي په دې فکر کې شول چې له طالبانو سره څه وکړي؟

خليلزاد ويلي، چې تر اوسه امريکا په دې برخه کې هېڅ کومې حل لارې ته نه ده رسېدلې او په خبره يې په دې اړه کار دوام لري. نوموړي زياته کړې، چې له دې وړاندې طالبانو د دوحې هوکړې د عملي کولو ژمنه کړې وه؛ خو دامهال د يادې هوکړې ډېر موارد نه عملي کېږي.

خليلزاد په افغانستان کې بشري وضعيت ته په اشارې سره ويلي، چې طالبان بايد د خلکو حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی او د يوه ټول‌ګډونه دولت رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د بندښت پر دوام خواشيني ښودلې؛ خو ويلي يې دي، چې يو شمېر طالب مشران په خپله هم د يادو ښوونځيو د تړلو پلويان نه دي او ان په ډاګه د نجونو يادو ښوونځيو د پرانيستو غږ پورته کوي.

د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو څخه له ۳سوو ډېرې ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه طالب چارواکو په دې اړه ولس ته له تمې سره سم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...