د پاکستان تحريک انصاف ګوند وايي چې د راتلونکې جمعې پر ورځ به په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې ايالتي پارلمانونه منحل کړي.
د تحريک انصاف مشر او د پاکستان مخکني لومړي وزير عمران خان دا خبر پرون ناوخته په لاهور کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته ورکړ. خان غواړي په دې اقدام سره د شهباز شريف په مشرۍ د څو ګوندونو ګډ حکومت تر وخت مخکې ټاکنو ترسره کولو ته مجبور کړي.
عمران خان د روان کال په اپرېل مياشت کې د نه باور تحريک په پايله کې د لومړي وزارت له څوکۍ لرې شو. هغه وروسته ادعا وکړه چې د نه باور تحريک د هغه پر خلاف بهرنۍ توطيه وه، له همدې کبله يې پر خپلو پلويانو د لاريونونو او اعتراضونو د پيلولو غږ وکړ.
عمران خان وايي چې د شهباز شريف په مشرۍ حکومت دې ورسره تر وخت مخکې ټاکنو ته غاړه کېږدي، خو حکومت وايي چې د قانوني مودې تر بشپړولو پورې به هېڅ ډول ټاکنې ونه کړي.