د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان یوه ورځ وروسته له هغه، چې د پاکستان د احتساب د ملې ادارې له خوا ونیول شو، نن په یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو.
خان پر ځان لګول شوي تورونه رد کړل او هغه یې سیاسي انګېزه وبلله.
نوموړی نن د محکمي پر ځای د پولیسو په یوه مرکز کې په داسي حال حاضر کړل شو، چې سخت امنیتي تدابر نیول شوي و. د عمران خان ګڼو پلویانو وروسته له هغه قهرجن لاریونونه پیل کړي، چې نوموړی د پولیسو له لوري نیول شو.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخي اوس مهال هم ددې هېواد په ګڼو ښارونو کې د خان د پلویانو له لوري لاریونونه روان دي.
د حساب ورکونې محکمې، د حساب ورکونې ملي ادارې غوښتنه، چې پر بنسټ به یې عمران خان د نورو اتو ورځو لپاره په بند کې وي، ومنله او خان به اته ورځې نور هم په بند کې وي، څو پر هغه لیګدلي تورونو په اړه محکمه پریکړه وکړي.
د پاکستاني رسنیو معلوماتو پر بنسټ، د حساب ورکونې محکمه اوسمهال پر ښاغلي خان د القادر صندوق او توشه خانه قضیو په تړاو اوریدنه کوي.