Home » سیمه او نړی » خامنه ای:د وژل شوي ساینسپوه محسن فخریزاده غچ اخلو
رویداد خبري آژانس

خامنه ای:د وژل شوي ساینسپوه محسن فخریزاده غچ اخلو

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي ژمنه کړې چې د خپل هیواد تر ټولو جګپوړي اتومي ساینسپوه محسن فخریزاده د وژل کیدو غچ به اخلي.

ښاغلي خامنه اي همدارنګه ژمنه کړې چې د ساینسپوه محسن فخریزاده کار ته به ادامه ورکوي.

دا ساینسپوه پرون د جمعې په ورځ ووژل شو او ایران یې د وژل کیدو ملامتي په اسرائیل اچولې. د لویدیځو هیوادونو او اسرائیل حکومتونه پدې باور دي چې محسن فخریزاده په پټه د ایران د وسلو جوړولو اصلي طراح و.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم پرون د شنبې په ورځ، نومبر ۲۸(لیندۍ۸) د کابینې غونډې ته ویلي چې ایران به په “مناسب” وخت کې ځواب ووایي.

ښاغلي روحاني پخپلو خبرو کې وویل، ” د نړیوال غرور او د سهیونستانو اجیرانو ناولي لاسونه یو ځل بیا د ایران د یو بچي په وینو سره شول”. ایراني چارواکي د سهیونیست اصطلاح اسرائیل ته کار وي.

خو پخپله اسرائیل تر اوسه د دې ایراني ساینسپوه د وژل کیدو په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې. د اسرائیل د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وییلي چې دا وزارت په بهرنیو هیوادونو کې د امنیتي ماموریتونو په هکله تبصره نکوي.

سپینې ماڼۍ، د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو تر څنګ د استخبارتو مرکزي ادارې یا سي آی اې هم پدې هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...