امريکايۍ والسټريټ ژونال ورځپاڼې پرون په يوه څېړنيز راپور کې ادعا کړې چې يو شمېر پخوانيو افغان چارواکو په امريکا، عربي امارتو، ترکيې او نورو هېوادونو کې د مليونونه ډالرو په ارزښت کورنه پيرلي دي.
د بلخ پخوانی والي عطاءمحمد نور، ولسمشر ماڼۍ پخوانی مرستيال عبدالرشيد دوستم، د ملي امنيت شورا پخوانی سلاکار حمدالله محب، د ماليې پخوانی وزير اکليل حکيمي، د اقتصادي پخوانی وزير مصفی مستور، د ماليې بل پخوانی وزير خالد پاينده او نور پخواني چارواکي شامل دي.
د والسټريټ ژورنال په راپور کې ويل شوي، چې حمدالله محب د امريکا په فلوريډا ايالت کې د سمندر غاړې ته په يوه کور کې مېشت دی او محب ورته تائيد کړې چې دا کور يې د خواښې په نوم دی.
نوموړي دا هم منلې چې په واشنګټن کې هم شتمني لري؛ خو ويلي يې دي چې په خپل نوم د نړۍ په هېڅ هېواد کې شتمني نه لري.
د بلخ پخواني والي عطاءمحمد نور په اړه په راپور کې ويل شوي، چې نوموړي د متحده عربي اماراتو په يوه مهم او ګرانبيه ښارګوټي کې اپارتمان اخيستی او په کې مېشت دی.
والسټريټ ژورنال زياته کړې، چې عبدالرشيد دوستم بيا د ترکيې د پلازمېنې انقرې په يوه مهمه او ګرانبيه سيمه کې کور لري. د مصطفی مستور په اړه په راپور کې راغلي، چې نوموړی په دوبۍ کې جايداد لري، خو د نوموړي په خبره دا جايداد يې له وزير کېدو وړاندې اخيستی او يوازې د ترکيې په استانبول کې يې يو اپارتمان د افغانستان جمهوري نظام له سقوط څو مياشتې وړاندې اخيستی دی.
د ماليې پخواني وزير اکليل حکيمي په اړه په راپور کې ويل شوي، چې نوموړی په کلېفورنيا کې لس کورونه لري او د همدې وزارت بل پخوانی وزير خالد پاينده هم واشنګټن ته نږدې دوه کورونه لري او د دواړو کورونو بيه يې يو مليون ډالر کېږي.
تر اوسه له خالد پاينده پرته پخوانيو چارواکو د والسټريټ ژرنال دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی. پاينده په دې اړه د والسټريټ ژورنال د واشنګټن دفتر ته په يوه ليک کې ليکلي، چې په راپور کې د نوموړي په اړه ليکل شوي مالومات ناقص دي.
نوموړي زياته کړې، چې د راپور له خپرېدو وړاندې يې والسټريټ ژورنال ته په ايمېل کې د خپلې شتمنۍ په اړه مالومات ورکړي؛ خو په خبره يې دا مالومات نيمګري خپاره شوي دي.
پاينده په دې ليک کې والسټريټ ژورنال ته ويلي، چې په راپور کې د نوموړي د شمنيو د اخيستو دقيق وخت په اړه څه نه دي ويل شوي او په داسې حال کې چې دا شتمنۍ يې په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو کې پيرلي او هغه مهال نوموړی د ماليې وزير په توګه نه و ګمارل شوی.
پاينده ويلي چې په راپور کې د ده په اړه نيګړي مالومات کولی شي چې لوستونکي منفي ذهنيت خپلولو ته وهڅوي او دا کار د نوموړي هغه مسلکي حيثيت ته چې له لسيزو راهيسې يې پرې کار کړی، زيان رسوي.
خالد پاينده په دې اړه له والسټريټ ژورنال د وضاحت غوښتنه کړې ده.