Home » فرهنګی او ټولنیز » حیات الله حیات:راتلونکې اوونۍ به د کندهار په ټولو دولتي ادارو کې د لوی احمدشاه بابا انځور وځړول شي

حیات الله حیات:راتلونکې اوونۍ به د کندهار په ټولو دولتي ادارو کې د لوی احمدشاه بابا انځور وځړول شي

د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د ولایت اداري غونډې پرېکړه کړې، چې راتلونکې اوونۍ دې په ټولو دولتي ادارو کې د جمهور رئیس محمداشرف غني د انځور تر څنګ د لوی امپراتور احمدشاه بابا عکس هم وځړول شي.

د کندهار والي ویلي، دغه کار یې لوی امپراتور احمد شاه بابا او د هېواد تاریخي ویاړونو ته د درناوی په پار کړی، ځکه احمدشاه بابا د معاصر افغانستان بنسټګر دی او د ټولو افغانانو ویاړ دی.

هغه زیاته کړې، د هیچا لخوا په هېڅ ډول د هېواد تاریخ ته سپکاوي کوی د منلو وړ نه دی.

تر دې وړاندې د ولسي جرگې لومړي نایب محمدمیرزا کټوازي، یو شمېر وکیلانو او ځینې نورو دولتي مسوولینو په خپلو کاري دفترونو کې د احمدشاه بابا انځور ځړولی و او ویلي یې دي چې دغه لړۍ به دوام ولري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...