Home » افغانستان » حکومت: که ښځې په مککره توګه حجاب مراعت نه کړي، د کورنۍ مشر به يې مجازات شي

حکومت: که ښځې په مککره توګه حجاب مراعت نه کړي، د کورنۍ مشر به يې مجازات شي

د امر بالمعفرو او نهی عن‌المنکر وزارت د ښځو د حجاب په اړه د ځانګړي پلاوي له لوري ترتيب شوې طرحه نن شنبه د (غويي په ۱۷مه) علني کړه او په کې يې د ښځو له لوري په مککره توګه د حجاب نه مراعتولو په صورت کې، د کورنيو مشرانو پر مجازاتولو ټينګار کړی.

د يادې طرحې له مخې چې د تنبيې او ترهيب ۶ بنده لري، ښځو ته د شرعي حجاب د اغوستو توصيه شوې او ټينګار شوی، چې د نه پاملرنې په صورت کې دې له دې حکم د سرغړوونکو ميرمنو کورونه په نښه او د کورنۍ مسوول کس دې يې اړوند ادارو ته احضار کړای شي.

په طرحه کې ويل شوي، که د کورنۍ د مشر پر احضار سربېره هم د په نښه شوې کورنۍ ميرمنې حجاب مراعت نه کړي، نو مشر دې يې درې ورځې په بند کې وساتل شي.

د يادې طرحې پر بنسټ که پر بند سربېره هم دغه حکم تطبيق نه شي، نو د په نښه شوې کورنۍ مشر ته د مناسبې سزا د ورکولو په موخه به نوموړی مکمې ته معرفي کېږي.

د ښځو د حجاب په تړاو په دې پرېکړه کې د دولت ښځينه کارکوونکو ته هم اشاره شوې او زياته شوې، که په دولتي چوکاټ کې پر دندو بوختې ميرمنې حجاب مراعت نه کړي، نو له دندو به وشړل شي.

له دې سره دا هم ويل شوي، که د دولت نارينه کارکوونکو د کورنيو اړوند ميرمنې د حجاب په تړاو د سرپرست حکومت له دې حکم سرغړونه وکړي، نو د يادو کارکوونکو دندې به هم ځنډول کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...