د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د هند هغه ګام ستاينه کړې، چې غواړي په کابل کې د خپل سفارت د ډیپلوماټيکې استازولۍ کچه لوړه کړي.
د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي نن شنبه د (زمري په ۲۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، افغان حکومت به د امنیت ټينګولو ترڅنګ د هندي ډیپلوماټانو خوندیتوب ته هم زیاته پاملرنه او په چارو کې به ورسره ښه همکاري وکړي.
نوموړي ويلي، حکومت ھیله لري چې د ډيپلوماټیکې استازولۍ د کچې د لوړېدو او کابل ته د ډيپلوماټانو له رالېږلو سرہ به د ھند او افغانستان اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.
بلخي زياته کړې، چې په دې توګه به په افغانستان کې د ھند نيمګړو پروژو د بشپړولو کارونه پيل او د بشپړېدو ترڅنګ به يې نورو حياتي پروژو پيل ته هم لار خلاصه شي.
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت داسې مهال کابل کې د هند سفارت د ډيپلوماټانو د بېرته له راستنېدو هرکلی کوي، چې د هند بهرنيو چارو وزارت له هندي رسنيو سره په خبرو کې کابل ته د خپلو ډيپلوماټانو له بېرته ستنېدو خبر ورکړی.
نوموړي ويلي، چې دامهال کابل کې د هند سفارت ته يوه ډله ډيپلوماټان بېرته ستانه شوي؛ خو په خبره يې د هند سفير لا هم کابل ته نه دی ستون شوی.