Home » افغانستان » حکومت: کابل کې د راټولو کړای شوو سوالګرو اکثره هغه حرفوي دي

حکومت: کابل کې د راټولو کړای شوو سوالګرو اکثره هغه حرفوي دي

د رئيس‌الوزرا د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر په مشرۍ ه کابل کې د سوالګرو د راټولو لړۍ لا هم دوام لري او په ترڅ کې يې زرګونه سوالګر د ښار له بېلابېلو برخو راټول کړای شوي دي.

د نوموړي دفتر نن سې‌شنبه د (وږي په ۲۹مه) ويلي، تر دې مهال يې له کابل ښار څخه ۷۴۰۰ تنه سوالګر را تول کړي دي. د عبدالغني برادر دفتر په خپل ټوېټر کې زياته کړې، چې د راټولو شوو ۴۹۶۳ ښځينه سوالګرو په اړه له ارزونو وروسته جوته شوې، چې ۱۲۹۶ مستحقې او پاتې ۳۶۶۸ هغه يې حرفوي سوالګرې دي.

په مالومات کې دا هم ويل شوي، چې د راټولو کړای شوو سوالګرو له ډلې د نارينه سوالګرو شمېر ۶۳۹ تنه دی او د ارزونو په ترڅ کې ۱۹۰ تنه مستحق او پاتې ۴۴۹ تنه يې حرفوي سوالګر ثابت شوي دي.

د يادو سوالګو په منځ کې ۱۷۹۸ يې بيا ماشومان دي، چې په اړه يې د ترسره شوو څېړنو پايلو ۹۷۶ تنه مستحق او ۷۸۱ نور حرفوي بللي دي او په دله کې يې ۴۱ تنه ماشومان داسې هم دي، چې هېڅ سرپرست نه لري.

د ملا برادر دفتر زياته کړې، له بايومټريک وروسته هغه ماشومان چې سرپرست يې نه درلود، د کار او ټولنيزو چارو وزارت ښوونيزو مرکزونو ته لېږدول شوي او پر روزنې سربېره به په يادو مرکزونو کې ورته د زده‌کړو زمينه هم برابره شي.

د نوموړي دفتر دا هم ويلي، چې سرې مياشتې ټولنې له اړمنو سوالګرو سره د نغدي مرستو لړۍ پيل کړې او تر دې مهاله سلګونه اړمنو کسانو نغدي مرسته ترلاسه کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...