Home » افغانستان » حکومت ځيني دولتي ادارې له تشکيلاتو څخه لغوه اعلان کړې

حکومت ځيني دولتي ادارې له تشکيلاتو څخه لغوه اعلان کړې

سرپرست حکومت په يوه تازه اقدام کې پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) پنځه ادارې له دولتي تشکيلاتو لغوه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې له دې وروسته د حقوقي او بوديجوي واحدونو په توګه په تشکيلاتو کې ځای نه لري.

په دې ادارو کې د فغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د ملي شورا د دواړو خونو دارالانشاء، د قانون پر تطبيق د څار کمېسيون او د ملي پخلاينې عالي شورا دارالانشاء شامل دي.

سرپرست حکومت د دې پرېکړې په اړه تر اوسه وضاحت نه دی ورکړی؛ خو ګومان کېږي چې دا کار په عادي بوديجه کې د لګښت د سپما په موخه شوی دی.

يادو دولتي ادارو زرګونه تنه کارکوونکي لري چې له لغوه کېدو سره يې د يادو کارکوونکو د برخليک په تړاو حکومت تر اوسه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...