Home » افغانستان » حکومت په کابل او ولايتونو کې د سوالګرو ټولول پيلوي

حکومت په کابل او ولايتونو کې د سوالګرو ټولول پيلوي

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت خبر ورکړل، چې هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر بنسټ به د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د نورو ارګانونو په ملتیا په کابل کې د سوالګرو پر را ټولولو او د هغوی د مشکلاتو پر حل ژر کار پیل کړي.

اقتصادي معاونیت په دې اړه نن دوشنبه د (زمري په ۱۷مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، هغه سوالګر چې کسب یې زده دی بایومیټريک کېږي او په اړوندو برخو کې به ورته د کار زمینه برابره شي.

د ملا عبدالغني برادر دفتر زياته کړې، چې د يادې ډلې سوالګرو له سرپرستانو به ژمنه اخیستل کېږي چې په راتلونکي کې به سوال کولو ډډه کوي.

اقتصادي معاونیت زياته کړې، چې سوالګرو ماشومانو ته به د ښوونې او روزنې زمینه برابره شي او دغه راز به هغه سوالګر چې خورا بې‌وزله دي او کار نه شي کولی، ورته به د دولت له بوديجې يوه اندازه معاش تعين شي.

په دې وروستيو کې په کابل ښار او ولايتونو کې د بې‌وزلۍ زياتېدو له امله د سوالګرو شمېر زيات شوی او عام خلک غوښتنه کوي، چې حکومت دې د سودالګرو ستونزې واورې او له سوال کولو دې يې را وګرځوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...