سرپرست حکومت د ځينو رسنيو له لوري هغه خپاره شوي راپورونه رد کړل، چې په کې د امنيتي ځواکونو په پنجشېر ولايت کې د عامو ملکي افغانانو د ځورولو ادعا شوې وه.
د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي په دې اړه يو لړ ټوېټونو کې نن پنجشنبه د (چنګاښ په ۱۶مه) ويلي، چې پنجشېر د يوه ولايت په توګه د افغانستان يوه نه بېلېدونکې او ارزښتمنه سيمه ده او په خبره يې حکومت په نوموړي ولايت کې د امنيت او ثبات ټينګولو، پرمختګ او د خلکو د ازادۍ حفظولو مسووليت لري.
د کريمي په ټوېټونو کې له ځايي اوسېدونکو غوښتل شوي، چې په پنجشېر کې د امنيت د ټينګښت او د وېرې له خورېدو د مخنيوي په موخه دې له حکومت سره د اړيکو له لارې د هغو کسانو مخه ونيسي، چې د نوموړي په ټکو باغي او د امنيت خرابولو هڅه کوي.
نوموړي د اړيکو ځيني شمېرې هم خپرې کړې او د پنجشېر له خلکو يې غوښتنه کړې، که د ځورولو په اړه اسناد او شواهد لري نو له يادو ادرسونو سره دې يې شريک کړي.
په دې وروستيو کې ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې امنيتي ځواکونو په پنجشېر کې عام ولسي خلک ځورولي او ان ځينې کورنۍ اړې شوې هم دي، چې خپل کورونه پرېږدي او نورو امنو سيمو ته کډه شي.