Home » افغانستان » حکومت په پنجشېر د علمياتو په اړه د مقاومت جبهې ادعا رد کړه

حکومت په پنجشېر د علمياتو په اړه د مقاومت جبهې ادعا رد کړه

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د مقامت ملي جبهې په نوم د ډلې هغه ادعا کړه، چې په پنجشېر کې يې د عملياتو په ترڅ کې حکومتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو او د سرتيري د ژوندي نيولو په اړه کړې وه.

نوموړي نن سې‌شنبه د (زمري په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې په پنجشېر کې هېڅ ډول نظامي پېښه نه ده شوې.

د مجاهد په خبره، په دې ولايت کې امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او يا هم د دوی يو شمېر سرتېرو د ژوند نيول کېدو په اړه خپاره شوي راپورونه له حقيقت لرې دي.

د نوموړي په خبره، مقابل لوری په داسې يوه حد کې نه دی، چې ورته اقدام وکړي.

د مقاومت جبهې وياند صبغت احمد پرون ناوخته د يوې وېډيو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې په پنجشېر کې يې د ۵ طالب سرتېرو د وژلو په شمول د دوی ۴۰ تنه سرتېري ژوندي نيولي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...