د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون يکشنبه د (لړم په ۱۵مه) د خپرو راپورونو په استناد د نيول شوو ۱۱سوه افغانانو نيول کېدل د خواشنۍ وړ وبلل؛ خو تازه د افغانستان حکومت دا شمېر يوازې ۳۰ کسان ياد کړي دي.
حامد کرزي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، چې په يادو نيول شوو کسانو کې پر سړيو سربېره ښځې او ماشومان هم شامل دي او د پاکستان حکومت دا کار د نړيوال اصولو خلاف عمل دی.

هغه د پاکستان له حکومت غوښتي چې دغلته له مېشتو افغان کډوالو سره د نړيوالو بشري منل شوو نورمونو پر بنسټ چلندن وکړي. کرزي د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو هم غږ کړی، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د ښو شرايطو رامنځته کولو په موخه دې غږ پورته کړي او د دوی له حقونو دې دفاع وکړي.
خو تازه نن سېشنبه د (لړم په ۱۶مه) په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په کراچۍ کې د خپلې کونسلګيرۍ د فېسبوک ليکنه چې د دې خبر تر خپرېدو يې ۸ ساعته پوره کېږي، پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې او په کې د يادو نيول شوو افغانانو شمېر يوازې ۳۰ تنه ښودلی دی.
په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګيرۍ دغه ليکنه پرون خپره کړې او په کې يې ويلي، چې د کراچۍ عدلیې او قضایی ارګانونو او نورو اړوند ادارو سره د پرلپسې هڅو او اړيکو په پایله کې، 30 تنه هغه افغانان چې د قانونی اسنادونو د نه لرولو له امله پاکستاني پولیسو نیولي وو، بېرته د تېرې شنبې په ورځ د (لړم په ۱۲مه) د کراچۍ له زندان ازاد شوي دي.