اسلامي امارت د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هغه راپور رد کړ، چې په کې يې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د محدودېدو ادعا کړې وه.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت په خپل راپور کې چې پرون شنبه د (غبرګولي په ۱۴مه) يې خپور کړی ويلي، چې په افغانستان کې واک ته بيا ځلي د طالبانو له رسېدو سره، په دې هېواد کې مذهبي ازادي محدوده شوې ده.
په راپور کې د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن له قوله ويل شوي، چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل او دغه راز له ميرمنو د کار حق اخيستل د دين تر شعار لاندې ترسره شوي، چې د نوموړي په خبره دا کار د مذهبي ازادۍ د محدودېدو په توګه تلقي کېدای شي.
خو اسلامي امارت نن يکنشبه د امريکا بهرنيو چارو وزارت دغه راپور رد کړ او وايي، چې په افغانستان کې د ټولو لږکيو مذهبي او مدني حقونه خوندي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ په تړاو د امريکا راپور د نيمګړو او ناسمو مالوماتو پر بنا دی او په خبره يې دامهال په افغانستان کې ټول اهل سنت، اهل تشیع، سیک او اهل هنود هېوادوال په ازاد ډول خپلې مذهبي چارې ترسره کوي.