Home » افغانستان » حکومت: پنجشېر د چاڼيزو عملياتو پرمهال ۴۰ مخالفان وژل شوي

حکومت: پنجشېر د چاڼيزو عملياتو پرمهال ۴۰ مخالفان وژل شوي

سرپرست حکومت اعلان کړی چې د امنيتي ځواکونو پرون سې‌شنبه د (وږي په ۲۲مه) د پنجشېر په رخه او حصارک ولسواليو کې د مخالفانو پر وړاندې چاڼيز عمليات کړي دي.

د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ياد عملياتو په پايله کې د ۴۰ تنه مخالفان وژل شوي او ۱۰۱ تنه ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په خبره په وژل شوو کسانو کې د جواد، محمديار، ملک او کومانډو په نوم د مخالفانو درې تنه قومندانان هم شامل دي.

له دې سره په خواله رسنيو کې داسې وېډيو لاس په لاس کېږي، چې ښيي طالبانو د مقاومت نومې جبهې يو شمېر وسله‌وال له نيولو وروسته په ډزو وژني.

په پنجشېر کې ځايي رسنيو هم دا مسئله رسنيو ته تائيد کړې ده؛ خو حکومت بيا تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...