Home » افغانستان » حکومت: له افغانانو سره د ناوړه چلند مخنيوي په اړه يې پاکستان غوښتنې نه دي منلي

حکومت: له افغانانو سره د ناوړه چلند مخنيوي په اړه يې پاکستان غوښتنې نه دي منلي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د روان ناوړه چلند په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې په پاکستان کې د مېشت افغانانو ستونزې يې د ډيپلوماټيکو چېنلونو له لارې څو ځله له پاکستاني لوري سره شريکې کړي.

په اعلاميه کې بهرنيو چارو وزارت تائيد کړې چې له مودې راهيسې، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي.

اعلاميه زياتوي، چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت او د پاکستان په نورو ښارو کې د افغانستان کونسلګيريو له لارې د ستونزو پر شريک کېدو او د حل په اړه يې پر غوښتنو سربېره هم، د پاکستان حکومت له لوري ستونزه نه ده حل شوې.

په اعلاميه کې د پاکستان پر حکومتي چارواکو غږ شوی، چې د افغان کډوالو د حقونو درناوي ته ژمن پاتي شي او هلته له تلونکو او میشتو افغانانو سره د ناوړه چلند مخنيوی وکړي.

له څو ورځو راهيسې په خواله رسنيو کې داسې وېډيوګانو او انځورونه لاس په لاس کېږي، چې افغانان په پاکستان کې د پوليسو له لوري نيول شوي او په نا حقه توګه زندان ته اچول شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...