د رسنيو د فعاليتونو پر سر د محدوديتونو په ترڅ کې تازه رسنيو ته د حکومت له لوري لارښوونه شوې، چې د سوداګريزو اعلانونو له خپراوي وړاندې دې د يادو اعلانونو د منځپانګې په اړه له حکومت سره همغږي وکړي.
بيبيسي په دې اړه هغه مکتوب ته لاسرسی موندلی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په ولايتونو کې اړوند رياستونو ته لېږل شوی او په کې لارښوونه شوې چې له دې تازه پرېکړې ټول خبريالانو خبر کړي.
خبريالانو دا کار پر رسنيو د محدوديتونو سختول بللي ويلي يې دي چې دا کار رسنۍ اړ کوي، چې خپل فعاليتونه د يادو وضعه کېدونکو محدوديتونو له امله ودروي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو هم د دغه مکتوب پخلی کړی او ويلي يې دي چې له دې کار يې موخه پر رسنيو د بنديزونو وضعه کول نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د بيا ځلي واک ته له رسېدو سره پر افغان رسنيو بېلابېل ډول بنديزونه وضعه کړي او د يادو بنديزونو په شمول د نورو متعددو ستونزو له امله، د ټول هېواد په کچه په وروستيو کې ۲۲۹ چاپي، غږيزو او انځوريزو رسنيو خپل فعاليتونه درولي دي.