Home » افغانستان » حکومت د مخکينيو نظاميانو د وژلو په اړه د ملګرو ملتونو ادعا رد کړه

حکومت د مخکينيو نظاميانو د وژلو په اړه د ملګرو ملتونو ادعا رد کړه

حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوټيريش هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې طالبانو په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته سل تنه مخکيني نظاميان، د تېر حکومت او د بهرنيو ځواکونو افغان کارکوونکي وژلي دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه تازه د دوشنبې په ورځ د (سلواغې په ۱۱مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، د عمومي بښنې له کېدو وروسته هېڅوک اجازه نه لري چې چا ته زيان ورسوي.

نوموړي زياته کړې، که د شخصي ستونزې او غچ له امله د وژنې پېښه رامنځته شوې نو د اسلامي امارت له لوري څېړل شوې او عاملانو ته يې سزا ورکړل شوې ده.

ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې د دغه سازمان سرمنشي انتونيو ګوټيريش له قوله ويلي، داسې کره شکايتونه يې ترلاسه کړي چې له مخې يې طالبانو په افغانستان کې د مخکيني حکومت کارکوونکي او دغلته د دېره بهرنيو ځوکونو افغان همکاران وژلي دي.

ورېټرز خبري اژانس چې ياد راپور ته يې لاسرسی پيدا کړی ويلي، په دې وژل شويو کسانو کې مخکيني افغان سرتېري، حکومتي کارکوونکي او هغه کسان چې له بهرنيو ځواکونو سره يې کار کړی، وژلي.

په راپور کې د ګوټيريش له قوله زياته شوې، يوناما داسې کره شکايتونه ترلاسه کړي چې طالبانو پر عمومي بښنې سربېره هم د يادو کسانو د وژلو ترڅنګ، يو شمېر يې په زور له خپلو مېنو بې‌ځايه کړي او ورسره يې بېلابېل ډول تاوتريخوالی هم کړی دی.

نوموړي ويلي چې د يادو وژنو دوه پر درېيمه برخه يې له قضايي پرېکړو پرته په خپلسرې توګه ترسره شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...