Home » افغانستان » حکومت: د غويي ۸مه د افغانانو د بريا او ازادۍ ورځ ده

حکومت: د غويي ۸مه د افغانانو د بريا او ازادۍ ورځ ده

نن پنج‌شنبه د (غويي ۸مه) په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې د افغانستان د جهاد د بريا له ۴۴ تلين سره برابره ده.

سرپرست حکومت هم د تېر حکومت په څېر د جهاد د بريا دغه ورځ رخصت اعلان کړې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې ويلي، چې دغه ورځ د افغانانو د بريا او ازادۍ ورځ دی.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د افغانانو له شوروي اتحاد سره د جهاد پرمهال زياتې قربانۍ ورکړي او په دې ترڅ کې يو نيم ميليون کسان ووژل شول او ميليونونه نور له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.

په اعلاميه کې هيله ښودل شوې چې پر افغانستان يرغل کوونکو هېوادونو به له تېر زده‌کړه کړې وي او له افغانستان سره به له خصومت او دښمنۍ تېر شي.

اعلاميه زياتوي چې په افغانانو کې اوس هم د ازادۍ د ترلاسه کولو او ساتلو حس په قووت سره موجوده دی. د اعلاميې له مخې، اسلامي امارت د هېڅ کوم هېوا پر خاوره تېری نه کوي؛ خو زياته شوې چې له نورو هېواونو هم د متقابل احترام په موخه همدا تمه لري.

له دې سره د پخواني حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د غويي ۸مې په مناسبت په خپل فېسبوک کې ويلي، چې دغه بريا د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ویاړلې ورځې په توګه، د یوه سر لوړي او پر ازادۍ د مین یوه ملت د بې‌سارې فداکارۍ پایله ده.

نوموړي زياته کړې، افغانانو په راسخ عزم او ارادې سره وکولای شول چې د ازادۍ ترلاسه کولو او له خپلو مقدساتو څخه د دفاع لپاره د نړۍ زبرځواک او سرو لښکرو پر وړاندې ودرېږي او بریا خپله کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...