Home » افغانستان » حکومت د تېر نظام ممنوع‌الخروج غړو دوسيې څيړي

حکومت د تېر نظام ممنوع‌الخروج غړو دوسيې څيړي

د چارو اداره وايي، چې د کابينې په وروستۍ غونډه کې د لويې څارنوال په مشرۍ د کورنيو چارو، عدليې او ماليې وزارتونو او د محکمو رياستونو استازو له لوري د تېر نظام اړوند هغو کسانو د دوسيو څيړلو پرېکړه شوې، چې د اوسني سرپرست حکومت له لوري  ممنوع‌الخروج شوي دي.

د چارو ادارې نن په دې اړه خپل خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دغه څيړنې به د اسلامي شريعت او نافذه قوانينو په چوکاټ کې ترسره شي او د ممنوع‌الخروج کسانو له لېسټ څخه به د بري الذمه کسانو د ايستلو په موخه حل‌لار جوړه کړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدالله عبدالله هغه دوه کسان دي، چې د تېر نظام د مهمو او مطرحو کسانو په حساب کې دي او له رسنيو سره په مرکو کې يې منلي چې ممنوع‌الخروج شوي دي.

تر اوسه سرپرست حکومت دا نه ده واضيح کړې چې له يادو دوو کسانو پرته، نور څوک د ممنوع‌الخروج شوو کسانو په لېسټ کې شامل دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...