Home » افغانستان » حکومت د تېرې شپې زلزلې ځپلو لپاره له مرستندويه بنسټونو مرسته غوښتې

حکومت د تېرې شپې زلزلې ځپلو لپاره له مرستندويه بنسټونو مرسته غوښتې

د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي تائيد کړې چې تېره شپه سختې زلزلې د هېواد سوېل ختيځ ولايتونه لړزولي او په کې خلکو ته د مالي زيانونو ترڅنګ ځاني زيانونه هم اوښتي دي.

نوموړي نن چهارشنبه د (چنګاښ په لومړۍ) خپل ټوېټر کې که څه هم د ولسواليو نوم نه دی ياد کړی، خو ويلي يې د چې يادې زلزلې د پکتيکا په ۴ لسواليو کې خلکو ته زيان اړولی دی.

کريمي زياته کړې، چې په دې ولسواليو کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په ورته وخت کې يې له مستندويه بنسټونو غوښتي چې د ناورين له پراخېدو د مخنيوي لپاره دې خلکو ته اړينې مرستې ور ورسوي.

که څه هم په پکتيکا کې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې دقيق شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولانو ويلي چې د ارګون روغتون ته د ۲۰ کسانو جسدونه وړل شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې د پکتيکا ګيانو ولسوالۍ ترڅنګ د دې ولايت په برمل، زيړوک او نکې لسوالۍ کې هم خلک زيانمن شوي. له دې سره د خوست له سپيرې ولسوالۍ هم د زلزلې له امله خلکو ته د زيانونو اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د امريکا د جيولوژيکي څېړنو ادارې په دې اړه ويلي، چې د يادې زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۶.۱ درجې اټکل شوی او مرکز يې د خوست د سوېل لوېديځ ته په ۴۴ کيلومترۍ کې دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...