Home » افغانستان » حکومت د اورښتونو له امله په ټول هېواد کې بېړنی وضعيت اعلان کړ

حکومت د اورښتونو له امله په ټول هېواد کې بېړنی وضعيت اعلان کړ

په اکثره ولايتونو کې له څو ورځنيو سختو اورښتونو وروسته، حکومت د مرستو رسولو په موخه په ټول هېواد کې سر له نن د (مرغومي په ۱۵مه) بېړنی حالت اعلان کړی دی.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت مسوولان وايي، د بېړني وضعيت له اعلان سره سم په ولايتونو کې اړوند ادارو ته لارښوونه شوې چې خلکو ته د اړينو مرستو رسولو په موخه د تيارسئ په حال کې و اوسي.

د دغه وزارت يوه چارواکي محمد امين وزيري ازادي راډيو ته ويلي، له اورښتونو وړاندې په کافي توګه لومړني توکي ولايتونو ته رسول شوي او وېش به يې ژر پيل شي.

وروستيو اورښتونو ته اکثره خلک له دې امله خوشال دي چې ګوندې راتلونکی کال به کافي اوبه ترلاسه او د وچکالۍ مخه به ونيول شي، خو يو شمېر نور افغانان بيا د ژمنيو امکاناتو نه لرلو له امله د اورښتونو له امله اندېښمن دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...