د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد بېکاه شپه د (چنګاښ په ۱۵مه) په خپل ټوېټر کې تائيد کړې، چې د افغانستان له خاورې توغول شوي ځيني توغندي د ازبکستان په خاوره کې لګېدلي دي.
د نوموړي په ټکو، دا کار د ځينو «شريرو» کړيو له لوري په دې موخه شوی، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ بېباوري رامنځته کړي.
مجاهد ډاډ ورکړی، چې حکومت د يادې پېښې د عاملانو د نيولو په هڅه کې دی او له پيدا کولو وروسته به ژر د قانون منګولو ته وسپارل شي.
پرون چهارشنبه د ازبکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ادعا وکړه، چې د افغانستان له خاورې څخه د دې هېواد پر سرحدي ښار ترمذ ۵ توغندي ويشتل شوي دي.
په بيان کې ويل شوي، چې د يادو توغنديو له امله چا ته ځاني زيان نه دی اوښتی؛ خو زياته شوې چې ځيني کورونه خراب شوي دي.