د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند وايي چې اوس مهال حکومتولي د شرعي احکامو پر بنسټ مخته وړل کېږي او د اساسي قانون پر طرحې کار روان دی.
نوموړی وایي چې سرپرست حکومت د اساسي قانون له تشې سره مخ نه دی.
بل خوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي په هېواد کې اساسي قانون یوه اړتیا ګڼي.
په مخکیني حکومت کې اساسي قانون ۱۶۲مادې او ۱۲ څپرکي لرل، چې د اوسني سرپرست حکومت په بیا واکمنېدو سره دغه اساسي قانون لغوه شو.