Home » افغانستان » حکمتيار: که د نجونو ښوونځيو بندول دوام وکړي، ګڼې کورنۍ ښايي هېواد پرېږدي

حکمتيار: که د نجونو ښوونځيو بندول دوام وکړي، ګڼې کورنۍ ښايي هېواد پرېږدي

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې د ديني عالمانو لويې غونډې پرېکړه‌ليک ته غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، تمه وه چې دا غونډه به په افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د زده‌کړو په اړه هم مثبته پرېکړه وکړي.

نوموړي له بي‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې ويلي، که سرپرست حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې نه کړي، نو ښايي ګڼ شمېر کورنۍ چې غواړي لوڼې يې زده‌کړې وکړي، له هېواد ووځي.

حکمتيار زياته کړې چې نجونو ته د زده‌کړو حق په بشپړه توګه په اسلام کې ورکړل شوی او بايده دي چې له دې حق محرومې نه شي. نوموړي زياته کړې، چې له زده‌کړو څخه د نجونو محرومولو پايلې ورته بدې ښکارې.

د حکمتيار په خبره، د نجونو د زده‌کړو مسئله خورا مهمه ده او تمه يې درلوده چې د ديني عالمانو په لويه غونډه کې به پر دې موضوع بحث وشي؛ خو زياتوي چې د تمې خلاف په دې اړه هېڅ بحث ونه شو.

د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال دي چې په کابل کې د ديني عالمانو لويې غونډې په خپل پرېکړه‌ليک کې چې پرون شنبه يې صادر کړی، د نجونو د زده‌کړو او د ميرمنو د کار په اړه ښکاره څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...