Home » سیمه او نړی » حوثيانو پر بریتانوي کښتۍ برید کړی؛ په سمندر کې د سوځېدلو تېلو ۲۹کیلومتره نښې څرګندې شوې

حوثيانو پر بریتانوي کښتۍ برید کړی؛ په سمندر کې د سوځېدلو تېلو ۲۹کیلومتره نښې څرګندې شوې

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي چې د حوثیانو له خوا پر بریتانوي کښتۍ تر برید وروسته په سمندر کې د سوځېدلو تېلو ۲۹ کیلومتره نښې څرګندې شوې دي.

سنتکام پرون جمعه د فبروري ۲۳مه، ویلي چې په سره سمندرګي کې د «روبي مار» په نوم بریتانوي کښتۍ د حوثیانو برید کښتۍ ته زیان رسولی او په سمندرګي کې خاصې نښې څرګندې شوې دي.

د سنتکام د معلوماتو له مخې، چې کښتۍ لنگر اچولی، خو اوبه لاهم دې کښتۍ ته ننوځي.

سنتکام دا خبرداری هم ورکړی چې «د روبي مار» کښتۍ د برید په وخت کې له ۴۱ زرو ټنو ډېرې سرې بار کړې وې چې کیدای شي په سره سمندرګي کې له تویېدو وروسته د چاپېریال ناورین لاپسې زیات کړي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د فبرورۍ په ۱۸مه یمني حوثیانو د برتانیا پر هغه کښتۍ برید کړی چې په سره سمندرګي کې د «بلیز بیرغ» لاندې روانه وه.

سنتکام ټینګار کړی: “حوثيان په خپلو بریدونو سره له سیمه‌ییزو اغېزو څخه غافل دي او د ساحلي ټولنو د کب نیولو صنعت او د سیمې د خوراکي توکو نړیوال تجارت ګواښي.” د ویلو ده چې د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه پر غزې د اسراییلو له برید وروسته پیل شوي او حوثیانو خبرداری ورکړی چې دا بریدونه په غزه کې د اسراییلي پوځ د پوځي عملیاتو ځواب دی

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...