د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ماشومانو او ځوانانو د تېرې ورځې برید غندلی او یاد عمل یې بشري ضد او نه بښوونکې کړنه یاده کړې ده.
له یاد وزارت څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې د اتمر له قوله راغلي، د بې ګناه ماشومانو عام وژنه له تصوره ډېر لرې بشري او جنګي جنایت دی.
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د دې ګډ دښمن د ځپلو او له منځه وړلو لپاره دې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي.
د ویلو ده چې تېره ورځ په کابل کې له یوه ښوونځي سره څېرمه د موټربم او ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنې ۵۰ زده کوونکي ووژل او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل.
د دغې پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.