Home » افغانستان » حنیف اتمر ملګرو ملتونو ته:د طالبانو پر کړنو سترګې مه پټوئ، هر څه مستند کړئ
رویداد خبري آژانس

حنیف اتمر ملګرو ملتونو ته:د طالبانو پر کړنو سترګې مه پټوئ، هر څه مستند کړئ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له ملګرو ملتونو غوښتي چې د وسله والوطالبانو پر کړنو دې سترګې نه پټوي.

حنیف اتمر پرون د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه نېټه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له مشرې دیبورا لاینز سره د لیدنې پر مهال ویلي چې وسله والو طالبانو پر ښارونو بریدونه ډېر کړي دي چې له دې سره جوخت ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده او بشري خدمات درېدلي دي.

هغه ویلي ملګري ملتونه دې د طالبانو پر کړنو، سختو جګړو، ملکي مرګ ژوبله او عامه تاسیساتو پر ورانولو سترګې نه پټوي او باید دا هر څه مستند کړي.

لاینز هم په دې لیدنه کې دلته روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او ټینګار یې کړی چې طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.

د نوموړې په وینا د طالبانو د جګړو له امله د مرستندویه موسسو فعالیتونه درېدلي او ددوی ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...