Home » افغانستان » حنیف اتمر؛ د ترکیې لخوا د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کړی
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر

حنیف اتمر؛ د ترکیې لخوا د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کړی

دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان دولت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترکیې له لوري په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کوي.

حنیف اتمر له ټي‌ار‌ټي سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د ترکیې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ساتلو هرکلی کوي او دا چاره د نړیوالو د ډیپلوماټیک حضور او له افغانستانه د ناټو او نړیوالو مرستو د دوام لپاره اړینه ده.

اتمر دغه راز زیاته کړې چې د دغه هوایي ډګر د امنیت ساتلو برخه کې له ترکيې سره د پاکستان د مرستې په اړه سؤ تفاهم شوی دی ځکه د نوموړي په خبره، ترکیې د هوایي ډګر د ساتلو برخه کې نه بلکې د سولې برخه کې د پاکستان مرسته غوښتې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...