Home » افغانستان » حنفي: پر ځان بساينې لپاره توليدي خصوصي سکټور رامنځته کولو ته اړتيا ده

حنفي: پر ځان بساينې لپاره توليدي خصوصي سکټور رامنځته کولو ته اړتيا ده

د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د هېواد اقتصاد په بشپړه توګه پر بهرنيو مرستو ولاړ و.

نوموړي چې نن چې يې د افغانستان د اقتصادي ستونزو هواري په يوه ورځني کنفرانس کې خبرې کولې وويل، چې يادې بهرنۍ مرستې خورا سياسي وې، داسې چې د نوموړي په خبره له وروستيو بدلونونو وروسته په بشپړه توګه بندې شوې.

حنفي دغه راز ټينګار وکړ چې په اوږدمهال کې د اسلامي امارت لوی هدف په اقتصادي برخه کې پر ځان بساينې ته رسېدل دي او زياتوي چې ياد هدف ته د رسېدو په موخه د يوه توليدي خصوصي سکټور پر رامنځته کولو کار کوي.

نوموړی وايي، له وروستي بدلون وروسته په افغانستان کې زيات اقتصادي فرصتونه رامنځته شوي او له دې فرصتو بايد د اقتصادي پاليسو د جوړولو لپاره ګټه پورته شي.

په همدې حال کې عبدالسلام حنفي د نړيوالو له بشري مرستو هرکلی وکړ او د يادو مرستو د حجم پر زياتوالي او دغه راز پر دوامداره کېدو يې ټينګار وکړ.

نوموړي څرګنده کړه چې يو شمېر نړيوال ډونران د خپلو مرستو په اړه شرطونه وړاندې کوي خو د خنفي په خبره افغانستان هغه مرستې نه مني چې شرايط يې بحران زېږوونکي وي.

حنفي د خپلو خبرو په دوام سره زياته کړه چې په ننني اقتصادي کنفرانس کې به پر بانکي، کرنيز او کانونو سکټور پوره تمرکز وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...