د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، دامهال په افغانستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب کافي ظرفيت موجودی او په خبره يې پانګوال کولی شي چې د انرژۍ د توليد، کان کيندنې، پوهنې او سيلګرۍ په برخو کې له شته فرصتونو ګټه واخلي.
نوموړي دا څرګندونې نن چهارشنبه د (زمري په ۵مه) په هلمند کې د کجکي د برېښنا بند دويمې برخې د کارونو له بشپړاوي وروسته د نوموړې برخې د پرانيستې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وکړې.
حفني د کجکي د برېښنا بند توليدي ظرفيت مهم وباله او زياته يې کړه، چې دغه بند به د ۱۵۱ مېګاواټه برېښنا په توليدولو سره هلمند، کندهار او اروزګان ولايتونه روښان کړي.
نوموړي په هېواد کې د بنسټيزو پروژو تطبيق کول پر ځان د بساينې په برخه حياتي وبللې او زياته يې کړه چې د يادو بنسټيزو پروژ تطبيق ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
حنفي د بنسټيزو پروژو له ډلې د قوشتيپې کانا ته په اشارې سره چې دامهال يې د حکومت له لوري کارونه روان دي وويل، د ياد کانال په بشپړېدو سره په څه باندې ۶ ميليونه هکټاره ځمکه خړوبه او ورسره به افغانستان د غلې په برخه کې پر ځان بسيه شي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام سره ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د انرژۍ د توليد ترڅنګ په ګڼو ساحو کې د پانګونې فرصتونه رامنځته شوي او په خبره يې پانګوال کولی شي، چې له يادو فرصتونو په ګټنې سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د پانګونې ترڅنګ عبدالسلام حفني د نشهيي توکو کښت او پر يادو توکو د روږدو کسانو درملنې او دغه راز يو لړ نورو سياسي مسايلو ته هم اشاره درلوده.
حنفي وويل، چې دا مهال په افغانستان کې ۵ ميليونه کسان پر نشهيي توکو روږدي دي او په خبره يې حکومت د هبتالله اخندزاده د فرمان له مخې د يادو توکو د کرکيلې بندولو ترڅنګ، پر نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنې ته هم ژمن دی.
نوموړي دغه راز د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره ډيپلوماټيکې اړيکې مهمې وبللې او زياته يې کړه، چې افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د ورورۍ په فضا کې په اوسېدو سره له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.