په افغانستان کې وروستيو امنيتي پېښو ته په پام سره د اسلامي امارت چارواکو يو وار بيا ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به په هېڅ صورت د نړۍ او يادو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي نن يکشنبه د (غوي په ۴مه) د طالبانو پخواني مشر ملا عمر د نهم تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پرمهال وويل، سره له دې چې سرپرست حکومت د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدنې ته ژمن دی، له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو هم دا هيله ده چې د امنيت خرابوونکو عناصرو ته په خپلو حدونو کې د فعاليت اجازه ورنه کړي.
نوموړي زياته کړه چې د اسلامي امارت چارواکي په افغانستان کې هر راز پرمختګ ته ژمن دي او په دې موخه به په ټول هېواد کې امنيت ډاډمنوي.
حنفي وايي، د سلامي امارت ځواکونو د افغانانو د امنيت په ټينګښت کې ناغېړي نه کوي او په خبره يې ځان ژمن ګڼي چې د ټولو خلکو د سر او مال امنيت خوندي کړي.