Home » افغانستان » حنفي: له موقف د ناسمې استفادې په صورت کې له چارواکو سره قانوني چلند کېږي

حنفي: له موقف د ناسمې استفادې په صورت کې له چارواکو سره قانوني چلند کېږي

د رئيس‌الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، هېڅ حکومتي چارواکی حق نه لري چې د افغانستان د بوديجې يوه افغاني هم غلا، اختلاس او يا يې هم بې ځايه ولګوي.

نوموړي دا څرګندونې نن سې‌شنبه د (وږي په ۲۹مه) په کابل کې له کسبګرو او دوکاندارانو څخه د ملاتړ په غونډه کې کړي دي. حنفي ډاډ ورکړی چې حکومت اصلاحاتو ته ژمن دی او له سوداګرو او دوکاندارانو څخه راټولې شوې ماليې به په رڼه توګه پر دولتي لګښتونو او اساسي پروژو ولکول شي.

عبدالسلام حنفي په مارکيټ کې د لومړنيو توکو اوسنيو بيو ته په اشارې سره نيوکه وکړه، چې حکومت د يادو توکو د بيو کنټرول په موخه سوداګرو ته د يوې مياشتې لپاره ټول ګمرکي ماليات معاف کړل؛ خو د نوموړي په خبره پر دې سربېره هم پر عامو خلکو د توکو پلورلو په برخه کې يې مثبت اثر ونه ليدل شو.

حنفي يو يوار بيا کسبګرو او دوکاندرانو ته په مالياتو کې تخفيف اعلان او مالياتي جرېمې يې ور بښلې او تمه يې وښوده چې د بيو په برخه کې به احساسېدونکی اثر رامنځته شي.

نوموړي د مالياتو د لګولو په برخه کې د ډاډ په موخه وويل، چې هېڅ حکومتي چارواکی له بوديجې د يوې افغانۍ په ارزښت هم ناسمه استفاده نه شي کولی او نه هم د خلکو ځمکې غصبولی شي. د حنفي په خبره، که کوم چارواکي له موقف په ناسمې ګټنې سره ورته تخطي وکړه، نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د رياست‌الوزا دا مرستيال وايي، چې حکومت دا مهال د مالياتو او نورو کورنيو سرچينو له درکه د ترلاسه شوو عوايد پر مټ ملي بوديجه طرحه کوي او له همدې عوايدو د حکومت شاوخوا ۷سوه زره کارکوونکو ته معاشونه اجرا کوي.

حنفي زياتوي، په وړاندې کلونو کې د دولت دغه بوديجه ۷۰ سنله د بهرنيو مرستو له لارې تموېلېده او د کورنيو عايداتي سرچينو د ترلاسه شوو عوايدو رول په کې ۳۰ سنله و.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...