Home » افغانستان » حنفي: د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته ضرر ونه رسول شي

حنفي: د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته ضرر ونه رسول شي

د اسلامي امارت چارواکي يو وار بيا ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر وړاندې ونه کارول او نه به هم د افغانستان خاورې له ادرس چا ته ضرر ورسېږي.

د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي چې نن پنج‌نشبه د (غويي په ۸مه) يې د مجاهدينو د بريا ۴۴ تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرو کې د غويي ۸مه د افغانانو د بريا ورځ وبلله او زياته يې کړه، چې ټول افغانان د د شوري ښکېلاک پر وړاندې په واحد صف کې ودرېدل د حنفي په خبره ، د نه ستړې کېدونکې مبارزې په پایله کې یې ښکېلاک‌ګرو ته ماتې ورکړه.

نوموړي په همدې موقعه يو وار بيا ټينګار وکړ، څو د ګاونډيو هېوادونو په شمول ټولو هېوادونو ته بايد دا ډاډ موجود وي، چې د افغانستان خاوره په هېڅ صورت د نورو هېوادونو پر وړاندې کارېدونکې نه ده؛ خو په عين حال کې يې پر دې هم ټينګار وکړ، چې هېوادونه دې هم له افغانستان ته سره د متقابل احترام اصل ته درناوی وکړي.

حنفي دغه راز له افغانستان څخه د باندې تللو افغانانو ته په خپل پيغام کې له دوی وغوښتل، چې بېرته هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په ابادۍ او پرمختګ کې دې شريک او برابر ونډه واخلي.

نن د غويي اتمه نېټه ده او له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو او د مجاهدينو د بريا له ۴۴ تلين سره برابره ده. دغه ورځ د تېرو کلونو پرمهال هم د رسمي مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...