Home » افغانستان » حمد الله محب: طالبان مطلق واک غواړي

حمد الله محب: طالبان مطلق واک غواړي

د ملي امینت سلاکار وايي طالبان مذاکرات نه کوي، مطلق واک غواړي.

محب پرون په یوه ناسته کې وویل چې وسلوالو طالبانو مشارکت نه کوي بلکې مطلق واک غواړي.

نوموړي همدا راز وویل د دې پر ځای چې طالبان مذاکرات وکړي، نورو هېوادونو ته په سفرونه ځي.

په دغه غونډه کې د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وویل که طالبان جګړې ته پلان لري، له ځنډ پرته افغان ځواکونه به پرې حمله وکړي.

په همدې ناسته کې د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وویل چې په یوه اونۍ کې یې ۲۲۴ تنه نیولي دي. نوموړي وویل په دوی کې ۱۳۰ تنه په ترهګریزو کارونه کې لاس درلود.

بل لور ته بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی جګړې کمې کړي او له امریکا سره کړې هوکړې ته ژمن دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...