د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، ډاکټر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې لوینز سره په کتنه کې د سولې، امنیت او ولسي وګړو د ساتنې په اړه خبرې کړې.
په دغه کتنه کې دواړو لورو ویلي چې د طالبانو له خوا د سړک غاړې ماینونو په ګډون چې د ولسي وګرو د مرګ ژوبلې لامل کېږي، روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی
د ملي امنيت شورا په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ملي امنیت سلاکار په دغه ليدنه کې وویل چې د افغانستان حکومت د ولسي وګړيو ژوند د ساتنې په موخه خپلې هڅې دوه برابره کړې دي.