Home » افغانستان » حمدالله محب؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی
رویداد خبري آژانس
د ولسمشر سلاکار حمدالله محب

حمدالله محب؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

حمدالله محب پر خپل ټویټر لیکلي چې دی له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ د افشا کولو په اړه د شیخ رشید څرګندونې ستایي.

محب زیاته کړې چې افغانستان د شیخ رشید په څېر نورو زړورو پاکستانیانو ته اړتیا لري څو په افغانستان کې د روانې جګړې ضد څرګندونې وکړي.

د ویلو ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي وو چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دي او ډېری مړي یې هم پاکستان ته لېږدول کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...