د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن سهار د سردار محمد داوود خان په روغتون کې لیکوال، شاعر او سیاسي څیره اکاډمیسن سلیمان لایق د جنازې په مراسمو کې ګډون او د نوموړي روح ته د خوښۍ دعا وکړه.

د ملي امنیت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي”: ملي امنیت سلاکار د مرحوم لایق د ژوند او خدماتو نه د ستاینې ترڅنګ، د هغه له کورنۍ، دوستانو او خواخوږو سره یې هم غمشریکي وکړه”.

سلیمان لایق د اختر په لومړۍ ورځ د جرمني هېواد په یو روغتون کې ومړ،چې جنازه یې پرون سهار له جرمني نه کابل ته راوړه.چې نن د جنازې لمونځ ادا او وروسته د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
اکاډمیسین غلام مجدد سلیمان لایق د افغانستان یو مطرح شاعر، لیکوال، څېړونکی او سیاستوال و چې په پښتو او دري ژبو یې ګڼ اثار چاپ شوي.