په هغو برمته شویو کې چې ټاکل شوې حماس به یې نن خوشې کړي، څلور ښځینه اسراییلي سرتېرې هم شاملې دي.
د برمته شویو د کورنیو استازو د مدافع وکیلانو یوې ډلې پرون جمعه دا خبر ورکړی او حماس د دې برمته شویو نومونه هم پرون خپاره کړي دي.
د ویلو ده چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې له مخې د غزې جګړه به د شپږو اونیو لپاره بندیږي او په دې ترڅ کې به حماس لسګونه اسراییلي برمته شوي او اسراییل به سلګونه فلسطیني اسیران خوشې کوي او ورته مهال کې به غزې ته د بشري مرستو رسول دوام کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اسیرانو لومړۍ تبادله تېره یکشنبې وشوه چې په ترڅ کې یې ۳ اسراییلي برمته شوي د ۹۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شول.