بهرنۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د حماس ځورځنګ به نن څو برمته شوي اسراییلي وګړي خوشي کړي.
د حماس غورځنګ ویاند عبدالطیف القانوع اسوشیټدپرس خبري اژانس ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې نن (شنبه) به درې اسراییلیان خوشي کړي.
حماس دا درې کسان داسې مهال خوشې کوي چې د تېرې دوشنبې په ورځ یې ویلي وو، اسراییلو په غزه کې اوربند نقض کړی او که داسې دوام وکړي نو دوی به یو بندي هم خوشي نه کړي.
د حماس یاد درېځ ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې ورځ غبرګون وښود او خبرداری یې ورکړ؛ که تر راتلونکې شنبې برمته شوي اسراییلیان خوشي نه شي، نو نوموړی به د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند توافق لغوه اعلان کړي.